
اسلام آباد 08 جولائی (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق جسټس سردار سرفراز ډوګر له د اسلام آباد هائي کورټ چیف جسټس چوكۍ په سوګند پورته كولو مبارکي وركړې ده او د هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔ د نهي په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ چيف جسټس سردار سرفراز ډوګر يو قانون پوهه دے٬د هغه د اسلام آباد هائي كورټ چيف جسټس په توګه تقرري يو ښه اقدام دے٬جسټس سردار سرفراز ډوګر يو وقار لرونكي او اصول خوښي جج په توګه پیژندلے كيږي۔ده ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ په توګه به د هغه تقرري د عدليې وقار كښې د اضافې سبب وګرځي٬هيله ده چې چيف جسټس ډوګر د آئين او قانون سرلوړۍ او اولس ته سمدستي انصاف وركولو لپاره به خپل خذمات په ښه ډول ترسره كړي