د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬په هېواد كښې د چينو صورتحال جاج واغستلے شو

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي)د نائب وزيراعظم او خارجه وزرير سينيټر محمد اسحاق ډار په هېواد كښې د چينو صورتحال او درآمدي ضروريات جاج اغستو لپاره د نهې په ورځ د كمېتۍ غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري بيان له مخې په غونډه كښې د خوراك وزير٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د خوراك وزارت سېكرټري٬ د صنعت او پېداوار وزارت سينئر چارواكو او د صنعت استازو ګون وكړو ۔كمېټۍ په ټول هېواد كښې مستحكم رسنه باوري كولو او ارزانه بيعې په ځاې ساتلو لپاره تر 500000 ميټرك ټن چينو درآمد كولو منظوري وركړه ۔نائب وزيراعظم په بيعو كښې استحكام او د صارفين د ګټې تحفظ لپاره د حكومت د عزم څرګندونه وكړه۔