
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په هېواد ګښې د زراعت پیداوار كښې زياتوالي او كركيلې اصلاحات لپاره د جامع تګلارې غوښتلو سره وئېلي دي د كركيلې څانګې پيداوار كښې ښه والے٬ويليو ايډېشن او د كركيلې مصنوعات برآمدات زياتولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ٬د زرعي تخمونو د ايكړ په سر پېداوار زياتولو لپاره دې د كركيلې څانګې تحقيقي مركزونه لا فعاله كړې شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د كركيلې څانګې كاركردګۍ او روان اصلاحات له جاج اغستو غونډه وشوه ۔په غونډه كښې د غذائي تحفظ وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د كركيلې څانګې پوهانو او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته د لويو فصلونو د تېر كال پېداوار٬كروندګرو ته ورمخې ته شوو مسئلو٬راتلونكې تګلاره او تجاويز وړاندې كړے شول ۔غونډه د حكومتي اصلاحات په نفاذ پېشرفت او په كركيله د موسمياتي بدلون اثرات نه هم خبر كړې شوه ۔د كركيلې څانګې له جوړ ټاسك فورس لخوا بريفنګ وركړے شو ۔وزيراعظم هدايت وكړو چې جديد زرعي مشينري٬معياري تخم٬ د فصلونو جغرافيائي منصوبه بندي او كروندګرو ته په آسانو شرائطو قرض وركولو لپاره د اقدامات د اوږدې او لنډې مودې جامع تګلاره وړاندې كړئ٬ د زرعي تخمونو د ايكړ په سر پېداوار زياتولو لپاره به د كركيلې څانګې تحقيقي مركزونه لا فعاله كړی شي٬ دغسې زرعي تحقيقي مركزونو كښې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ له مخې دې جديد تحقيق باوري كړے شي٬ ده سپارښتنه وكړه زراعت كښې مصنوعي ذهانت او جديد ټېكنالوجي كارولو لپاره دې د نړيوال شهرت لرونكو پوهانو خذمات څخه استفاده وكړې شي٬ وزيراعظم ووئېل د ګټورو فصلونو كر او پاكستان د غذائي تحفظ په اړه خپلواكه جوړولو لپاره دې د كروندګرو هر ډول رهنمائۍ له اقدامات وكړې شي٬دغسې د كروندګرو او نورو سټيك هولډرز تجاويز لپاره دې مشاورتي عمل باوري كړے شي٬ وزيراعظم سپارښتنه وكره د زرعي څانكې پرمختګ لپاره دې صوبائي حكومتونو سره روابط او مرسته لا كوټلې كړی شي٬ د موسمياتي بدلونونو ناوړه اثرات څخه بچ كولو لپاره دې د كلائيميټ رزسټینټ تخم او كركيلې جديد طريقه كار خپلولو كښې د كروندګرو مرسته وكړې شي۔ د بارانونو او نورو موسمياتي بدلونونو له مخې د نوو او غوره سيمو په خاص توګه سندھ او بلوچستان كښې د پومبې كر لپاره دې صوبائي حكومت سره تفصيلي مشاورت نه پس جامع منصوبه بندي وكړې شي