جسټس سردار محمد سرفراز ډوګر د چیف جسټس اسلام آباد هائي كورټ په حیث سوګند پورته كړو

اسلام آباد۔08 جولائي (اے پي پي) جسټس سردار محمد سرفراز ډوګر د چیف جسټس اسلام آباد هائي کورټ په حیث د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو ، صدر مملکت آصف علي زرداری د هغه څخه سوګند واغست ۔ د سوګند پورته كولو سادہ او وقار لرونكې دستوره د نهې په ورځ ایوان صدر كښې وشوه ۔ د سوګند پورته كولو دستوره كښې چیئرمین سینیټ، وفاقی وزيرانو، د پنجاب وزیراعلی، د اعلی عدلیه حاضر سروس او ریټائرډ ججانو صاحبانو ، د وفاقي شرعي عدالت ججانو، غیر ملکي سفیرانو، د بارز عهدیدارو ، لاء آفیسرز، سینئر وکيلانو او نورو مهمو مهمو شخصیاتو ګډون وكړو ۔