
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئېلي دي د سمندري چارو وزارت كښې به جديد مانيټرنګ روم جوړولې شي٬د ډرونز او مصنوعي ذهانت څخه به د کنټینر کلیئرنس د ټولو پړاونو څارنه كيږي٬هر پړاؤ به د جهاز څخه تر كليئرنس ډيجيټل ټريكنګ څخه مانيټر كيږي۔د نهې په ورځ د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري په مشرۍ كښې د ايف بي آر هيډ كوارټر كښې د اعلٰی كچ غونډه وشوه ۔په دې موقع په خبرو كښې د سمندري چارو وفاقي وزير ووئېل په بندر ځايونو د کنټینرز اودرولو موده 70 فيصده د كمولو هدف ټاكلے شوے ۔دغسې كليئرنس كښې خنډان لرې كولو لپاره يوه اعلٰی اختياراتي كمېټۍ جوړه كړې شوې ٬د كمېټۍ مشري به د ميري ټائم افيئرز ايډېشنل سيكريټري عمر ظفر شيخ كوي۔ده ووئيل ايف بي آر٬كسټمز٬كے پي ټي او د نورو ادارو غړي كمېټۍ كښې شامل دي٬كمېټۍ ته 10 ورځو كښې د سفارشات وړاندې كولو هدايت شوے ۔ د سمندري چارو وزارت كښې به جديد مانيټرنګ روم جوړولې شي٬ د ډرونز او مصنوعي ذهانت څخه به د کنټینر کلیئرنس ټولو پړاونو څارنه كيږي٬هر پړاؤ به د جهاز څخه تر كليئرنس ډيجيټل ټريكنګ څخه مانيټر كيږي٬ ده ووئېل د كنټينرز تاخير څخه په كليئرنس په درآمد او برآمد كوونكو اضافي مالي بار پريوځي