
اسلام آباد 08 جولائی (اے پی پی) د وفاقي حكومت د ډھانچې تنظیمِ نو په اړه د كابینه كمېټۍ غونډه د نهي په ورځ د خزاني په وزارت كښې د خزاني وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د توان وفاقي وزیر سردار اویس احمد خان لغاري او د اړوندو وزارتونو او ډویژنو سینئر چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې پاور ډویژن د پاور پلاننګ اینډ مانیټرنګ كمپنی په اړه تفصیلی بریفنګ وركړو،چې پكښې د ادارې ساخت،مهمو ذمه وارو، ښه كامیابیو او مستقبل منصوبې وړاندې كړې شوې۔ كابینه كمېټۍ ته لاﺀ ډویژن هم د خپلو ذمه وارو ، د كاركردګۍ معیار، د روانې تنظیمِ نو د هڅو او د هغې عوامي پالیسۍ او سروس ډیلیوری اثرات په اړه ابتدائی بریفنګ وركړو چې پكښې د ماتحت ادارو جاج واغستلے شو او د اداره جاتي استعداد ښه كولو، د اختیارات دوه مخيزتوب ختمولو او د ښو نتيجو لپاره ساده او د جامع انتظامی ډھانچې تجاویز شامل وو۔دې نه ځانله كمېټۍ د جناب سلمان احمد، ایمبیسیډر ایټ لارج په مشرۍ كښې د جوړي سب كمېټۍ د اړخه د ریونیو ډویژن په اړه د اداره جاتی اصلاحات مشتمل سفارشات باندې هم بحث وكړو۔ د غونډي مشرۍ كښې د خزاني وزير ووئيل فیډرل بورډ آف ریونیو پاكستان مالیاتی نظام كښې د ملا د تير حیثیت لري۔ده ووئيل حكومت د وزیرِاعظم په مشرۍ كښې د ایف بی آر اصلاحات په منصوبه د بشپړ عزم سره عملدرآمد كوي دغسې د ټیكس وصولۍ زياتولو سره چې مالیاتي خودكفالت ترلاسه شي او ایف بی آر يوه جدید، موثره او ځواب وركونكي اداره جوړه شي۔۔