د بهر هېوادونو څخه د ډي پورټ شوو سوالګرو نيول به باوري كولې شي،د جعلي داروګانو په كاروبار كښې د ككړو كسانو اصل ځاے زندان دے۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوی

كراچۍ 08 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير محسن نقوی وئيلي دي بهر هېوادونو څخه د ډي پورټ شوو سوالګيرو نيول به باوري كولې شي، د جعلي داروګانو په كاروبار كښې د ككړو كسانو اصل ځاے زندان دے ، مفرور ایجنټس به د نورو صوبو په مرسته نيولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ ایف آئی اے كراچی زون غونډې مشرۍ كولو سره وكړه چې پكښې ایډیشنل ډائریكټر جنرل ایف آئي اے ساؤتھ مجاهد اكبر خان، ډائریكټر ایف آئي اے كراچۍ زون نعمان صدیق، ډپټی ډائریكټر اینټی منی لانډرنګ،ډپټی ډائریكټر امیګریشن،ډپټی ډائریكټر اینټي كرپشن ، ټول اسسټنټ ډائریكټرز او ایف آئی اے سائوتھ چارواكي موجود وو۔ډائریكټر كراچی زون نعمان صدیق د كورنيو چارو وزير له بریفنګ وركړو او هغه ئې د ایف آئی اے كراچۍ زون كاركردګۍ او ایشوز څخه خبر كړو۔د كورنيو چارو وزير د حواله هنډۍ مافیا په ضد د جامع كریك ډاؤن امر كولو سره ووئيل په دې كښې ككړ كسان دې ونيولې شي،هر ډول فشار قبولولو نه غير دې د مافیا په ضد د فرق نه غير كارروائی وكړې شي۔ محسن نقوي د سوالګرو بهر هېوادونو ته د لېږونكو ایجنټ مافیا ختمولو امر كولو سره ووئيل د سوالګرو مافیا د پاكستان نشخص خرابوي،د ایجنټس په ضد بايد د فرق نه غير ایكشن واغستلې شي،مفرور ایجنټس دې د نورو صوبو په مرسته ونيولې شي۔ده ووئيل د جعلی داروګانو كاروبار به په هيڅ صورت ونه زغملے شي،دې ناوړه دھنده كښې د ككړو كسانو په ضد به كاروائي كولې شي، د جعلي داروګانو په كاروبار كښې د ككړو كسانو ځاے زندان دے۔د كورنيو چارو وزير 5 زره څخه د زيات ډالره بهر هېوادونو ته ځان سره وړونكو مسافرو په ضد د سخت ایكشن اغستو لپاره هم ایف آئی اے ته سپارښتنه وكړه۔