
اسلام آباد 08 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي سپورټس جرنلسټس د ګراس روټ لیول نه تر نړيوالو سيالو لوبي نړۍ ته ورمخې ته كړي،مونږ د خپل بيرغ لاندي يو داسې قام يو ګوم چې په زړه پوري ټیلنټ لري۔ده د نهي په ورځ ځائې هوټل كښې د راولپنډی اسلام آباد جرنلسټس ایسوسی ایشن تر سيوري لاندې ”ورلډ سپورټس جرنلسټس ډے“ په اړه دستوري ته وينا كوله۔ وفاقی وزیر ووئيل نن د سپورټس جرنلسټس په اړه مهمه ورځ ده،د لوبو هلي ځلي رامخې ته كول،هغه مخ په وړاندې بوتلل او د صحت مندو مقابلو رجحان ته ودي وركولو كښې سپورټس جرنلزم په زړه پوري كردار ترسره كړے۔ده ووئيل سپورټس جرنلسټس د ګراس روټ لیول نه تر نړيوالو سيالو لوبو كښې په مړه پوري كردار ترسره كوي او پاكستان د لوبو په تاریخ كښې چې څورمره نوم او وقار پیدا كړے،د دې په شا د سپورټس جرنلسټس هلي ځلي دي۔ وفاقی وزیر ووئيل سپورټس جرنلزم نه يواځي پاكستان بلكه ټوله نړۍ كښې د ځوانانو لوبغاړو لپاره د امید، حوصلې او د عزم پیغآم وركړے۔ده ووئيل “سپورټس مین سپرټ”او”سپرټ آف دی ګیم” يواځي میدان كښې نه بلكه د خبريالانو د رپورټنګ څخه پيدا كيږي۔ عطاء الله تارړ ووئيل د ارشد ندیم په شان د قامي هیروز كامیابۍ وي یا د پاكستان كركټ، هاكۍ او باكسنګ ښه روایات، د دې ټولو قام ته وړاندې كولو كښې سپورټس جرنلسټس مهم كردار لري۔ده ووئيل د لوبو كامیابۍ كښې د سپورټس جرنلزم كردار منلو سره بايد مونږ د دوي پرله پسې ډاډګيرنه وكړو۔ده ووئيل سپورټس جرنلزم يواځي تر رپورټنګ محدود نه دے،دا په اتظامی كچه هم كردار ترسره كوي، پی ټی وی سپورټس كښې يو سینئر سپورټس جرنلسټس د سپورټس ډیپارټمنټ مشر جوړ كړے شوے۔ده په نورو میډیا ادارو هم زور راوړو چې دغه مثبت روایت خپل كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت يو پلو د لوبو مشري او ډاډګيرنه كوي بل پلو د سپورټس جرنلزم ډاډګيرني ته هم پام لرنه كوي، حكومت او د اطلاعات وزارت سپورټس جرنلسټس له هر ممكن معاونت یا سهولت وركوي۔ده ووئيل مونږ په دې وياړ لرو چې د خپل بيرغ لاندي يو داسې قام لرو كوم چې په زړه پولري ټیلنټ لري۔ وفاقی وزیر د سپورټس جرنلسټس ایسوسی ایشن نوو ټاكلو عهدیدارو له مباركي هم وركړه او دا هيله ئې څرګنده كړه چې نوي ټاكلي عهدیدار به سپورټس جرنلزم ته ودي وركولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔