د داخله وزير محسن نقوي تونسه ته نزدې د فتنة الهندوستان ترهګرو په ضد په كاميابه كارروايۍ پنجاب پوليس او سي ټي ډي ته د عقيدت پېرزوئنې

اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي تونسه ته نزدې د فتنة الهندوستان د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروايۍ كولو پنجاب پوليس او سي ټي ډي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل پنجاب پولیس او سی ټی ډي يو وارې بيا د فتنة الهندوستان 5 ترهګر وژلې دي۔ وفاقی وزیر د پولیس او سی ټی ډی ډلې د پېشه ورو صلاحيتونه ستائنه كولو سره ووئيل د فتنة الهندوستان ترھګرو تعاقب به روان ساتلے شي۔ ده ووئيل د پنجاب پوليس او د سي ټي ډي مېړنو فرزاندونو دې څخه وړاندې هم د خوارجي ترهګرو په ضد ښكاره كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ محسن نقوی ووئيل پنجاب پولیس او سی ټی ډی خوارجي ترهګر په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړي دي۔ ده ووئيل د پنجاب پولیس او سی ټی ډی په مېړنو او پروفېشنل فرزندانو وياړؤ۔