
اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) د كيپټن كرنل شير خان شهيد په 26 م تلين د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي د قام عظيم فرزند ته سلام وړاندے كولو سره وئيلي چې د كارګل سخت غر نن هم د كېپټن كرنل شېر خانل د مړانې ګواه دے۔ داخله وزير په خپل پېغام كښې ووئيل کېپټن کرنل شېر خان د پاکستان هغه شېر ؤ چا چې د كارګل په معركه كښې دښمن ويرې سره مخ كړو۔ محسن نقوي ووئيل چې کېپټن کرنل شیر خان شهید په ګران هېواد خپل ځان قربانولو سره دښمن په خپلو ناپاكه ارادو كښې ناكامه كړو۔ ده ووئيل د کېپټن کرنل شېر خان د شهادت جذبې او مړانې يو نوے تاريخ رقم كړو۔ وفاقی وزیر ووئيل کېپټن کرنل شېر خان د دښمن په صفونو كښې د خوف او په خپلو صفونو كښې د ولولې او جذبې په صورت كښې نن هم ژوندے دے۔ محسن نقوی ووئيل د کېپټن کرنل شېر خان شهید په څير د مېړنو ځوانانو په موجودګۍ كښې دښمن ګران هېواد ته په خيرنه سترګې كتلې هم نه شي۔ ده ووئيل په مړانه او عزم خپل دے عظيم فرزند ته په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔