
لاهور- 5 جولائي (اې پي پي) وزیراعظم شهباز شریف کیپټن کرنل شیر خان شهید (نشان حېدر) ته د هغه په 26 م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې کېپټن کرنل شېر خان شهید د کارګل په محاذ د هغه ځانګړې مړانې څرګندونه وكړه كومه چې دښمنانو هم ستائلې ده۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل کېپټن کرنل شېر خان شهید وطن سره د وفادارۍ ٬ د فرض پېژندلو او د وطن دفاع لپاره د ځان پرواه نه كولو سره د جنګ كولو هغه مثال قائم كړو كوم به چې تر اوږدې مودې ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل چې کېپټن کرنل شېر خان شهید (نشانِ حیدر) او د هغه کورنۍ د ټول قوم لپاره د ویاړ وړ دي۔ ده ووئيل زما په شمول ټول قام د هېواد ساتنې له د پاك پوځ نه كمزورے كيدونكي عزم ته سلام كوي۔ وزيراعظم ووئيل پاک پوځ د هیواد د دفاع لپاره ځانګړې قربانۍ وركوي