د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 04جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ مهمه غونډه وشوه چې پكښې په هېواد كښې د ګرانۍ موجوده صورتحال٬د ضروري څيزونو بيعو او صوبائي حكومتونو لخوا د پرائس سكور كارډ استعمال تفصيلي جاج واخستلے شو ۔چيف شماريات كمېټۍ خبر كړه چې مالي كال 24-2025 په مهال هېواد كښې د ګرانۍ شرح 4.5 فيصد ريكارډ كړې شوې كومه چې د تېر كال 23.4 فيصد په مقابل كښې كمه ده ۔دا د تېرو 9 كلونو تر ټولو كمه شرح ده۔په ښاريو كښې د خوراك څښاك څيزونو كښې د ګرانۍ شرح 4.2 فيصد پاتې شوې كومه چې د تېر كال 2.6 فيصد په مقابل كښې زياته ده٬چيف شماريات په سندھ كښې هائي وے بندېدل د فوډ سپلائي متاثره كېدو لويې سبب وګرځولو ۔په غونډه كښې ووئېل شول ايل پي جي٬كيلې٬د شړشمو تيل٬چڼه او دالو په بيعو كښې كمے رامخې ته شوے او د چينۍ بيعه نزدې ټولو ښارونو كښې 190 روپۍ تر يو كلو رسېدلې۔د چينۍ په پيداوار كښې يو ملين ټن كمے رامخې ته شوے چې په نتيجه كښې يې كال 2025 كښې په مجموعي توګه 5.8 ملين ټن پېداوار راغلے۔د خوراك وزارت د دې كمي پوره كولو لپاره 5 لكه ټن چيني درآمد كولو پريكړه كړې۔په غونډه كښې په پرائس سكور كاډر استعمال هم تفصيلي غور وشو ۔دوفاقي وزير په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د لويې اختر په موقع د خوراك څښاك څيزونو په بيعو كښې استحكام پاتې شو۔ده ټولو ډپټي كمشنرز ته هدايت وكړو چې هول سيل او د ريټيل بيعو باقاعدګۍ سره موازنه كولو سره سمدستي كاروائي وكړۍ او صوبائي حكومتونه په دې كره نظر ولري