
نياتجن 04جولائی(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې په اختتام تيانجن كښې د چائنه روډ اينډ برج كارپورېشن چيئرمېن ډوفائي سره ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او چين ترمينځه مانسهره٬ناران٬جهال كنډ موټروے پشمول د بېلو سترو لارو جوړولو او نورو پروژو كښې د سرمايه كارۍ پشمول په تكنيكي مرسته او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقي وزير عبدالعليم خان سره په خبرو كښې د كارپورېشن چيئرمېن ډوفائي ووئيل په چين كښې جوړه كړې شوې سي آر بي سي اداره آسيا٬اروپا٬امريكا او د افريقه پشمول 70 هېوادونو كښې خدمات ترسره كوي او پاكستان كښې خدمات ترسره كول به زمونږ لپاره درناوے وي۔په ملاقات كښې ووئېل شول چې پاكستان كښې دې ادارې د كال 1995 نه تر 2023 د سكهر بائي پاس٬سترې لارې او كراچۍ كوسټل هائي وے پشمول بېلو پروژې په كاميابۍ سره بشپړې كړې او تير كال څخه چائنه روډ اينډ برج كارپورېشن ايم ايل ون٬پاكستان ريفائنري٬ د لاهور هوائي مېدان پراختيا او رائے كورټ نه تر تهاكوټ پشان پروژو كښې يې د خوښۍ څرګندونه كړې ۔وفاقي وزير عبدالعليم خان د سي آر بي سي چيئرمېن ډوفائي سره په خبرو كښې هغه ته د خپلې هر ممكنه مرستې باور وركړو او هيله يې څرګند كړه چې د هغه اداره به پاكستان كښې په خاص توګه د مواصلات په څانګه كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔په چين كښې د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د ايشين انفراسټركچر انويسټمنټ بانك سينئر چارواكو ته كراچۍ نه د حېدر آباد ايم٠9 او سكهر نه حېدر آباد ايم -6 موټرويز لپاره د سرمايه كارۍ وړاندېز وكړو۔د خپلې چين دورې په مهال د اے آئي آئي بانك چيف انويسټمنټ آفيسر کونسټنټین لیمیټوفسکي او د پبلك سيكټر ډائرېكټر جنرل آفيسر ژيانګ اوهنګ يانګ سره خپل اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كښې د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل په پاكستان كښې د روډ انفراسټركچر ښه والي او پرمختګ ته حكومت ورومبې پام لرنه كوي او ايم -6 او ايم -9 پشان پروژې كراچۍ بندر ځاې سره تړلو له امله د هېواد د معيشت رخ بدلېدې شي۔ د ايشين انفراسټركچر انويسټمنټ بانك سينئر چارواكو پاكستان كښې د بېلو پروژو لپاره په سرمايه كارۍ د مرستې څرګندونې سره هيله څرګند كړه چې ملاقات څخه به مثبت نتيجې رامخې ته شي