
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئيلي دي اسلام آباد پوليس د جديد تفتيشي تكنيك او تند رفتاره كارروائۍ كولو سره د سردار فهيم د هائي پروفائل قتل پشمول د نامعلومه قتل كيسونو په كاميابۍ سره درك لګولے دے ٬ د اولس د ځان او مال تحفظ ته حكومت پاملرنه كوي، د جرائمو شرح كمولو لپاره ټول وسائل كاروٶ، د اسلام آباد پوليس فرض شناسۍ سره د جرائمو خاتمې لپاره هلې ځلې كوي۔ د نهې په ورځ د اسلام آباد آئي جي سيد علي ناصر رضوي پشمول د پوليس نورو چارواكو سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وزير مملكت ووئيل آئي جي او د ھغه ډلې ذمه واري او فرض دي چې د اولس د ځان او مال تحفظ وكړي٬ په تېرو څو مياشتو كښې ځېنې كېسونه رامخې ته شوي چې پكښې يو كېس د سردار فهيم د قتل هم ٶ كوم چې نامعلومه كسانو قتل كړے ٶ٬ دې پېښې څخه نه يوازې اولس پرېشانه ٶ بلكې دا يوه ناوړه او د افسوس وړ پېښه وه خو زمونږ قانون نافذ كوونكو ادارو په خاص توګه اسلام آباد پوليس د فرض شناسۍ او وظيفائي پوهې څخه د دې قتل درك لګولے دے ٬ سل فيصده نتيجې ئې راغلې دي كوم چې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د سردار فهيم قتل هم نامعلومه ٶ چې پكښې پوليس د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره تېره شپه تورن نيولي دي٬ په دې پېښه كښې ډي آئي جي، اېس اېس پي انويسټي ګيشن، آپريشنز او ډي اېس پي سي آئي اے، ايس پي سټي او ټولې ډلې مهم كردار لوبولے۔ ده ووئيل اسلام آباد پوليس د جديد تفتيشي تكنيك او تند رفتاره كارروائۍ كولو سره د سردار فهيم د هائي پروفائل قتل پشمول د نامعلومه قتلونو كيسونو په كاميابۍ سره درك لګولے دے ٬ ده ووئېل د اولس د ځان او مال تحفظ ته حكومت پاملرنه كوي، د جرائمو شرح كمولو لپاره ټول وسائل كاروٶ، دغسې د اسلام آباد پوليس فرض شناسۍ سره د جرائمو خاتمې لپاره هلې ځلې كوي۔