د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د روسيه پلاوي وليدل

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د روسيه پلاوي د ډېنس نزاروف په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهاله پلاوي د دوه اړخيزه مرستې په وده٬ د پاکستان سټيل ملز بحالۍ، او په صنعتي څانګه كښې د سرمايه كارۍ په امكانات تفصيلي خبرې وكړې۔ هارون اختر خان به په 5مه جولائي كال 2025 د لوړې كچې پلاوي مشري كولو سره روسيه ته ځي۔ د دې دورې مقصد د روسيه سرمايه کارو سره په ستراتېژكي كچه مشاورت٬ نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كاري (ېيف ډي آئي) د موقعو لټول او د پاکستان سټيل ملز بحالۍ لپاره په تکنيکي مرسته خبرې اترې كول دي۔ هارون اختر به د دورې په مهال د روسيه نوموړې كمپنو او سرمايه کارو سره ملاقاتونه كوي دغسې چې پاکستان كښې صنعتي ترقي، بنيادي ډھانچه او په نورو مهمو څانګو كښې سرمايه كارۍ ته وده وركړې شي۔