وزيراعظم سره د كهئيل داس كوهستاني ٬ ډاكټر درشن ٬ نيلسن عظيم ٬ رميشن لال او نويد عامر ملاقات

اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سره د مسلم ليګ نون د قامي اسمبلۍ غړو كهئيل داس كوهستاني ٬ ډاكټر درشن ٬ نيلسن عظيم ٬ رميشن لال او نويد عامر د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا و نګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم له د راروان مالي كال بجټ قامي اسمبلۍ څخه په منظورولو مباركي وركړه۔ په ملاقات كښې د اړوندو حلقو په چارو خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د پبلك افيئرز يونټ وزير رانا مبشر اقبال، د پاور وزير مملكت عبد الرحمن کانجو او او خاص مرستيال طلحه بركي هم موجود ؤ۔