آسټرېليا د ايران په جوهري تنصيبات د امرېكې بريدونو ملاتړ وكړو

سډني ۔23 جون (اے پي پي) آسټرېليا وئېلې دي موڼږ د ايران په جوهري تنصيبات د امرېكې د بريدونو ملاتړ كوو خو مينځني ختيز كښې د جنګي صورتحال مخ نيوے غواړو۔ د آسټرېليا وزيراعظم انتهوني البانيز نيوز كانفرنس ته ووئېل ځيڼې هېوادونه په دې خبره صلاح دي چې ايران له د جوهري وسلو تر لاسه كولو اجازه نه ده پكار او مونږ د دغې مخ نيوي لپاره د كاروائې مرسته كوو۔ ده ووئېل مونږ تاؤ او بشپړ جنګ نه غواړو ٬ مونږ د خبرو اترو او د سفارتكارۍ غوښتنه كوو۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د امرېكې په بريدونو كښې د ايران جوهري پروګرام په اړه خااص ځايونه په نخښه كړے شوي۔ ده د ايران نه خبرو اترو ته د كېښناستلو او د جوهري وسلو نه د لاس په سر كېدو غوښتنه وكړه۔ د ده وېنا وه مونږ په ايران زور راوړو چې هغه نوره داسې كومه كاروائي ونه كړي چې ورسره منطقه نوره د استحكام نشتوالي سره مخ شي۔ په دې پوښتنه چې د آسټرېليا حكومت له وړاندې نه د كوم آپړېشن اطلاع وركړې شوې وه نو ده ووئېل دا د امرېكې يو اړخيزه كاروائي وه۔ د آسټړېليا قدامت پسنده ګوند هم د امرېكې د بريدونو مرسته كړې خو د مخالفې ډلې يو وړوكي ګوند ګرينز پارټي د امرېكې بريدونه د نړيوال قانون بيخي خلاف ورزي ګرځولې ده۔