پاك بحريه سمندر كښې د هند ژوبل شوې عملې بچ كولو لپاره كامياب رېسكيو آپرېشن وكړو

اسلام آباد 18جون(اے پی پی) پاك بحريه سمندر كښې د هند ژوبل شوې عملې بچ كولو لپاره كامياب رېسكيو آپرېشن كړے ۔د لائبيريا تېلو ټينكر ايم ټي هائي ليډر خپلې ژوبل شوې عملې لپاره د طبي مرستې خواست كړے ؤ ٬پاك بحريه د جوائنټ ميري ټائم انفارمېشن اينډ كوآرډينيشن سينټر(جے ايم آئي سي سي)بيړنې كال اورېدو سره په تندۍ سره رېسكيو آپرېشن پېل كړو۔د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې ژوبل شوے كس د پاكستان ميري ټائم سكيورټي ايجنسۍ د لارې بېړني طبي مرستې لپاره د كراچۍ ځايې روغتون ته منتقل كړو۔د هند عملې په وخت او كامياب رېسكيو آپرېشن د پاك بحريه د قوميت نه پرته د نړيوالۍ ذمه وارۍ ترسره كولو له د عزم څرګندونه ده۔دا اقدام سمندر كښې د انساني ځانونو حفاظت لپاره د پاك بحريه د مثالي كردار عملي ثبوت دے۔