
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وفاقي کابينې په وفاقي بجټ د نوي مالي فشار اچولو نه غېر راتلونكو شپږو كالو كښې د 1,275 بلين روپو د ګرځېنده پور خاتمې لپاره د پاكستان د ټولو نه د لوي مالياتي سكيم، کمال الدين ټيپو پروټيکشن آف جرنلسټس اينډ ميډيا پروفيشنلز کميشن لپاره چيئرپرسن تعيناتولو او نيشنل پاور پارکس مينجمنټ کمپني لميټډ ته روش پاور پلانټ د ترلاسه كولو په تناظر كښې بېلا بېل سروسز پرچېز كولو لپاره د پاکستان پبلك پروکيورمنټ ريګوليټري اتھارټي آرډيننس 2002 د سيکشن 21 له مخې د استثنيٰ وركولو منظوري وركړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د شورو په ورځ وشوه٬ په غونډه كښې ګډون كوٶنكو سره په خبرو كښې وزيراعظم د آرمي چيف فيلډ مارشل سيد عاصم منير د امريكا دورې په مهال هلته مېشته پاكستانيانو ته د وېنا ستائنه وكړه٬ وزيرِاعظم په امريکا كښې مېشته پاكستانۍ ټولنې ته په خطاب كښې فيلډ مارشل ته د پاکستان د پولو او مفادات دفاع لپاره د پوخ عزم په څرګندونه پېرزوئنې وړاندې كړې۔ دغسې وفاقي کابينې د مالي كال 26-2025 په اولس دوسته بجټ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب او د ھغه ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم سږ كال د حج په موقع په غوره انتظامات وفاقي وزير سردار يوسف ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقي کابينې د پاور سيکټر د ګرځينده پور خاتمې په اړه په پاور سيکټر كښې د مالياتي استحکام بحالۍ پلو تاريخي ګام پورته كولو سره د پاكستان د ټولو نه د لوي مالياتي سكيم منظوري وركړه ٬ دا سكيم د ګرځينده قرض خاتمې لپاره د هېواد د توان په څانګه كښې اصلاحات كښې يو مهم ګام دے٬ د دې سکيم مقصد په قامي بجټ د نوي فشار اچولو نه غېر راتلونكو شپږو كالو كښې د 1,275 بلين روپو ګرځېنده پور ختمول دي٬ د دې سكيم له مخې به د پاور هولډنګ کمپنۍ د 683 اربه روپو به ري فنانسنګ كولې شي او د انډيپينډنټ پاور پروډيوسرز (آئي پي پيز) بقايا جات ادائيګي به هم كولې شي٬ دا پرېكړه د حكومت د تل پاتي اداره جاتي اصلاحاتو نفاذ٬ د مالياتي بار كمولو او د توان په څانګه كښې د سرمايه كارو اعتماد بحالو له د عزم عكاسي كوي، دا پرېكړه د پاکستان د معيشت او د بجلۍ څانګې لپاره يوه لويه كاميابي ده ٬ دې سره به هېواد مستحكم سباٶن پلو بوتللو له مرسته تر لاسه شي۔ په غونډه كښې د بشري حقونو وزارت په سفارش کمال الدين ټيپو د پروټيکشن آف جرنلسټس اينډ ميډيا پروفيشنلز کميشن لپاره چيئرپرسن تعيناتولو منظوري وركړې شوه ٬ وفاقي كابينې د نيشنل پاور پارکس مينجمنټ کمپني لميټډ ته د روش پاور پلانټ ترلاسه كولو په تناظر كښې بېلا بېل سروسز پرچېز كولو لپاره د پاکستان پبلك پروکيورمنټ ريګوليټري اتھارټي آرډيننس 2002 د سيکشن 21 له مخې د استثنيٰ وركولو هم منظوري وركړه۔ دغسې وفاقي کابينې لېجسلېټو كېسز لپاره د كابينه كمېټۍ په 21 مئي كال 2025 په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړو۔