
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري وئيلي دي د سي پيك د لارې ګوادر مهم تجارتي مرکز جوړ شوے٬ ميري ټائم پرمختګ سره سماجي استحكام او د غربت خاتمه ممكن ده۔ د شورو په ورځ جنېد انوار چوهدري د ګلوبل ډويلپمنټ انيشيټو (جي ډي آئي) ګروپ ته د وېنا په مهال ووئيل د ګلوبل ډويلپمنټ انيشيټو مقصد سيمه ايزه رابطه او ترقي ده٬ پاکستان د جي ډي آئي بشپړ ملاتړ كوي٬ جي ډي آئي د پاکستان د بندرځايونو د ډيجيټلائزيشن او ماحول دوست ترقۍ مرستياله دے٬ د جي ډي آئي له مخې د بندرځايونو آپريشنز به جديد او ماحول دوست جوړوٶ،ده ووئېل جي ډي آئي د پاکستان د لرې پرتو ساحلي سيمو ترقۍ لپاره د اميد څيره ده٬ پاکستان كښې د انفراسټرکچر بهتري د جي ډي آئي هدفونو سره همكاره ده ۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان كښې بندرځايونه به کوسټ څخه تر هنټرلينډ مضبوط لاجسټکس وركوي٬ جي ډي آئي څخه به د ترقۍ مېوې تر پسمانده طبقو رسوٶ او د دې د لارې به د پاكستان ترقي د نوي نړيوال ماډل برخه جوړېږي٬ ده ووئېل د پارلمان او ځوانانو جي ډي آئي سره د تړون هڅې د ستائنې وړ دي۔