
اسلام آباد۔18جون (اے پي پي):صدر مملکت آصف علي زرداري موجودہ او د راروانو سېكيورټي چیلنجز تر مخه د قامي دفاعي صلاحیتونو لا مستحکمولو په ضرورت زور راوړلو سره وئېلې دي د پاکستان دفاع مضبوطولو ته پام لرنه كوو ۔ د ایوان صدر پریس ونګ نه جاري بیان تر مخه صدر مملکت د دې خیالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د پی او ایف واہ دورې په موقع وكړه ۔ د صدر مملکت په رسېدو چیئرمین پی او ایف واہ لیفټیننټ جنرل سید طاهر حمید شاہ د دوي هر كلے وكړو ۔ په دې مهال د دفاعي پیداوار وفاقي وزير محمد رضا حیات هراج او د دفاعی پیداوار وزارت سېكرټري لیفټیننټ جنرل (ر) محمد چراغ حیدر هم موجود وؤ ۔ چیئرمین پی او ایف صدر مملکت ته د پی او ایف واہ مختلف پیداواري یونټس په اړه بریفنګ وركړو۔ صدر مملکت ته بریفنګ كښې ووئېل شول پی او ایف واہ د هېواد دفاعي ضروریات تر سره كولو كښې کلیدي کردار ادا کوي ۔ بریفنګ كښې د پی او ایف فني صلاحیتونه او دفاعي پیداوار كښې د ادارې هلې ځلې رامخې ته كرې شوې ۔ دغسې صدر مملکت آصف علي زرداری د فیکټریز د مختلف پیداواري یونټس هم څارنه وكړه ۔ صدر مملکت د فیکټریز د كارمندانو فني پوهه، عزم او د پیشه ورہ صلاحیتونو او د هېواد دفاع مضبوطولو كښې د پی او ایف د موثر کردار ستاِئنه وكړه ۔