
ملګري ملتونه۔18 جون(اے پي پي) پاكستان وئېلې دي په غزه كښې د محصور شوو خلقو ناوره صورتحال افسوسناك دے٬ دا نه يوازې انساني تباهي ده بلكې دا د انساني اقدار هم خاتمه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم منير افتخار اخمد د فلسطين په حقله د يو اين جنرل اسمبلۍ 10 مې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئېل د غزه صورتحال زمونږ لپاره په اجتماعي ضمير داغ دے ۔ عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو 193 كسيزې جنرل اسبملۍ (چا چې تېر يو قرارداد منظور كړے ؤ چې پكښې غزه كښې د اسرائيل په جنګ كښې سمدستي ٬ غېر مشروط او د مستقل جنګ بندۍ غوښتنه شوې وه ٬ د سپېن د اړخه وړاندې كړے شوے ؤ ٬ پاكستان او 47 نورو رياستونو په مرسته د دې قرارداد په حق كښې 149 او مخالفت كښې 12 ووټونه راغلې وو۔ دغسې 19 هېوادونو په شمېره كښې برخه نه وه اغستې۔ د قرارداد مخالفت كوونكو كښې امريكا ٬ اسرائيل او ځينې نور هېوادونه شامل وو) باندې زور راوړلو سره ووئېل په قرارداد كښې وړاندې شوي غوښتنې خواهشات نه ذمه وارۍ دي۔ او ڼړيوالې ورورولۍ له د دې نفاذ له سمدستي كار كول غواړي۔ ده قرارداد نړيوال خواهش ګرځولو سره ووئېل پاكستان د دې په مرسته او ملاتړ كولو وياړ لري ٬ ده دا خبره په ګوته كړه چې په غزه كښې 55 زره نه زيات كسان شهيدان شوي چې پكښې 18 زره ماشومان او 28 زره مېرمنې دي۔ سفير ووئېل بنيادې ډهانچې ٬ كورونه ٬ روغتونونه ٬ سكولونه ٬ او كلتوري ورثې او جماعتونه تباه شوي دي۔ دغسې د قحط صورتحال دے۔ ده ووئېل د نورو سره د بشري همدردۍ په كاركنانو او د ملګرو ملتونو به اهلكاراو هم په بې رحمۍ بريدونو كېږي۔