وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري سره د بحريه پوهنتون ريکټر وائس ايډمرل (ر) آصف خالق وليدل

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري سره د بحريه پوهنتون ريکټر وائس ايډمرل (ر) آصف خالق ليدلي دي ۔ د سمندري چارو وزات لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال وفاقي وزير ووئيل د مېري ټائم تعليم ودې لپاره حكومت او د جامعات اشتراك ضروري دے٬ ميري ټائم تعليم د بليو اکانومي پرمختګ لپاره مهمه ذريعه ده٬ حكومت ميري ټائم ايجوکيشنل انډوومنټ فنډ جوړوي٬ د سندھ او بلوچستان د سمندر غاړې سيمو زده كوٶنكو ته به سكالرشپس وركولې شي٬ په دې څانګه كښې ترقۍ لپاره په انساني وسائلو كښې سرمايه كاري ضروري ده٬ ده ووئېل د ميري ټائم څانګې بهترۍ لپاره د تعليمي ادارو كردار كليدي دے ۔ په دې موقع د بحريه پوهنتون ريکټر ووئيل پوهنتون به د ميري ټائم تعليم ودې لپاره د حكومت بشپړه ملګرتيا كوي