ځوانان دې ډيجيټل پليټ فارمز د ټولنې تعمير ٬ ترقۍ او د كركې خاتمې لپاره وكاروي۔ وزير مملکت وجيهه قمر

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر د يوې متفقه قامي امن بيانه په ضرورت زور راوړولو سره په ځوانانو غږ كړے چې ځوانان دې ډيجيټل پليټ فارمز د ټولنې تعمير ٬ ترقۍ او د كركې خاتمې لپاره وكاروي او د سياسي تفريق نه پرته هېواد لپاره دې كار وكړئ۔ د شورو په ورځ په نيشنل سکلز يونيورسټۍ كښې د فاٶنډيشن فار ايجوکيشن اينډ اوئرنيس په اهتمام كښې د نيشنل پيس فيسټيول پرانستې دستورې په مهال دې ووئيل په پېس فېسټول كښې د ګرد هېواد بلها ځوانان ګډون كوي چې مقصد ئې د تفرقاتو نه پرته امن ته وده وركول دي٬ وجيهه قمر ووئيل ځوانان دې ډيجيټل پليټ فارمز د ټولنې تعمير ٬ ترقۍ او د كركې خاتمې لپاره وكاروي او د سياسي تفريق نه پرته دې هېواد لپاره كار وكړي۔ ۔ د يادونې وړ ده فېسټول به تر شلم جون روان وي