
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په مشرۍ كښې په رېلوے وزارت كښې د رېل کوپ (RAILCOP) په اړه مهمه غونډه شوې٬ په غونډه كښې د ادارې په جاري منصوبو، مالي چارو او د پېشرفت جاج واخستلے شو ۔ وفاقي وزير ادارې ته امر وكړو چې ھغوي ټول مالي واجبات كليئر كړي او وصول كوٶنكے رقوم دې زر تر زره وصول كړے شي٬ په مهمو جاري منصوبو كښې د لاهور ګورنمنټ کالج يونيورسټي، علامه اقبال اوپن يونيورسټي او کېډټ کالج ګھوټکي جوړولو او پرمختيائي كارونه شامل دي۔ حنيف عباسي د رېل کوپ سي اي او ته په خاص توګه امر وكړو چې دا ټولې منصوبې دې په وخت بشپړې كړې شي٬ معيار دې باوري كړې شي او د كار رفتار دې لا ګړندے كړے شي۔