وفاقي وزير حنيف عباسي سره د پېنډۍ د انجمن اماميه اثنا عشريه پلاوي وليدل

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره د پېنډۍ د انجمن اماميه اثنا عشريه پلاوي د صدر سيد مشتاق شاه په مشرۍ كښې ليدلي دي ۔ په پلاوي كښې جنرل سيکرټري سيد مجتبيٰ نقوي، نائب صدر محسن بھټ، فنانس سيکرټري جعفر بھټ، جوائنټ سيکرټري سيد علي نقوي او سيکريټري اطلاعات سيد اعجاز شاه شامل وو۔ په دې موقع د محرم الحرام 1447ھ په حواله د انتظامي چارو، عزادارو ته په ورمخې ته مسئلو٬ د جلوسونو په لارو كښې د خنډانو او د اوبو رسولو او د امنيت پشمول په يو شمېر چارو بحث وشو۔