حکومت د ستونزمندې وضعې باوجود غوره او اولس دوسته بجټ وړاندې كړے۔ سينيټر پرويز رشيد

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د مسلم ليګ ن سينيټر پروېز رشيد وئيلي دي حکومت د ستونزمندې وضعې باوجود وره او اولس دوسته بجټ وړاندې كړے چې مالياتي ادارې ېې هم ستائنه كوي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې ده ووئيل د هندي يرغل په ضد پاكستان بريالے شوے٬ په دې وضعه كښې موجوده بجټ وړاندې كړے شوے۔ ده ووئيل هېواد يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے كومو څخه چې معيشت ځپلے كېږي