معيشت مستحکم او مسابقتي جوړولو لپاره رېګولېټري اصلاحات ضروري دي۔ هارون اختر خان

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د پاكستان معيشت مستحکم او مسابقتي جوړولو لپاره رېګولېټري اصلاحات ضروري دي٬ مونږ له داسې ريګوليټري ماحول جوړول دي كوم چې سرمايه كارۍ ته وده وركړي٬ كاروبار كښې آسانۍ راپېدا كړي او د ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو اعتماد بحال كړي۔ د شورو په ورځ نيشنل رېګوليټري ريفارمز کنفرنس كښې د ګډون په مهال هارون اختر خان ووئيل په هېواد كښې كاروباري ورورولۍ ته د رېګولېټري يو شمېر خنډان ورمخې ته دي د كومو لرې كولو لپاره چې كوټلې او د عمل وړ لائحې ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل په اوسنۍ ضابطه ارونكې ډهانچه كښې سادګي، سپېځلتيا او ډيجيټلائزيشن د وخت ضرورت دے۔ مونږ دا هڅه كوٶ چې اجازت نامو٬ لائسنسګ او د بېلا بېلو نګران ادارو طريقه كار يو او آسان كړے شي۔ ده ووئيل حقيقي اصلاحات ھغه وخت ممكن دي كله چې د ټولو شراكتدارو پشمول وفاقي او صوبائي ادارې٬ نجي څانګه او پاليسي ساز په يو پېج وي۔ هارون اختر خان په دې موقع د نيشنل ريګوليټري ريفارمز ټاسك فورس په جوړولو د اطمينان څرګندونه وكړه٬ كوم چې به په بېلا بېلو څانو كښې د اصلاحات رفتار تندولو لپاره حکومت ته سفارشات رسوي