
تهران 16جون (اے پی پی)ايران د اسرائيل لپاره جاسوسي كونكے كس په سولۍ كړے دے انس۔د اے ايف پي له مخې د ايران عدليې د ګل په ورځ ووئېل هغوي په كال 2023 كښې نيولې شوي يو جاسوسي اسماعيل فكري ته پهانسي وركړه٬اسماعيل فكري ته د اسرائيل موساد انټيلي جنس ايجنسۍ جاسوسي په تور سزا اورولې شوې وه۔د ايران عدليې میزان آن لائن نيوز ويب پاڼې وئېلي دي په زمكه بدعنوانۍ او محربيه(د خدا په ضد د جنګ كولو)سنګين جرمونو كښې د موساد يو سزا وار ايجنټ اسماعيل فكري په سولۍ كړے شو ۔ميزان وئېلي دي پهانسۍ د ټول قانوني طريقه كار بشپړېدو نه پس وركړېب شوې او سپريم كورټ دغه پريكړه برقرار ساتلې وه۔ د اتوار په ورځ د ايران ميډيا اطلاع وركړه چې د تهران په لوېديز البرز ولايت كښې پوليس موساد سره تعلق لرونكې دوه نور كسان هم نيولې دي۔