سعودي عربستان څخه د ايراني حجاج كرامو په حفاظت سره ستنيدل پيل شؤ

جدہ۔16جون (اے پی پی) سعودی عربستان د ايراني حجاج كرام په حفاظت سره خپل هېواد ته ستنېدو لپاره اقدامات پېل كړل۔ د اخبار 24 له مخې ایرانی حجاج كرام د عرعر بارډر کراسنګ د لارې ايران ته روانولې شي۔ د سعودی د حج وزارت ايراني چارواكو سره په ګډه د حجاج كرام د بېرته تللو منصوبه چمتؤ كړې ده چې له مخې يۍ حجاج كرام د جده او مدينې منورې ايئر پورټس د لارې عرعر چېك پوسټ ته منتقل كولې او دغې ځايې څخه په زمكيزه لاره ايران ته روانولې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې سږ كال نزدې 76 زره ايراني وګړو د حج فريضه ترسره كړې ده ٬ په مملكت كښې د دوئي پاتې كېدل ٬ دوئي ته خذمات رسول او د دوئي خيال ساتل باوري كولې شي۔