د سعودي ولي عهد او يوناني وزيراعظم ترمينځه په اسرائيل – ايران تاؤ تريخوالي د خيالاتو څرګندونه

ریاض۔16جون(اے پی پی) د سعودي عربستان خارجه وزير او وزيراعظم شهزاده بن سلمان سره د يونان وزيراعظم کیریا کوس مېتسو تاکس ټېلېفوني تماس نيولے دے۔ د اېس پي اے له مخې د ټېلېفوني تماس په مهال په منطقه كښې په روانه وضعه او د ايران په ضد د اسرائيلي عسكري كارروائيو په اثراتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو لارښودو د زغم ٬ تاؤ تريخوالي كمولو او ټولې شخړې د سفارتي ذريعو د لارې د حل كولو په اهميت زور راوړو۔ دا ټېلېفوني تماس په يو داسے وخت كښې نيولے شوے دے كله چې د اسرائيل او ايران په يو بل د روانو بريدونو له امله تاؤ تريخوالې سوا شوې او په منطقه كښې د پراخا شخړو اندېښنې رامخې ته شوي دي۔ بلخوا نړيوال لارښود په دواړو اړخونو د تاؤ تريخوالي كمولو زور راوړي۔