پاکستان كښې د بېنکرپسي قانون اصلاحاتو لپاره د کميټۍ غونډه

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې پاکستان كښې سرمايه کارۍ لپاره ماحول ښه كولو او د نړيوال معيار له مخې د بينکرپسي قوانين مرتب كولو لپاره د لوړې كچې غونډه شوې۔ په غونډه كښې په کارپوريټ ري هيبليټيشن ايکټ 2018 كښې د بدلون په اړه تفصيلي غور وشو۔ هارون اختر خان په دې موقع ووئيل د غېر ملكي سرمايه كارو اعتماد بحالول ته حكومت خاص پام لرنه كوي او اوسني قانون كښې اصلاحات صنعتي پرمختګ لپاره مهم دې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم وژن له مخې کاروباري ماحول ښه كول او د قانوني پيچلتياوي په كمولو زور راوړو۔ هارون اختر خان ووئيل پاکستان كښې سرمايه كاري د نړيوال معيار له مخئ كولو لپاره موثره قانون سازي ضروري ده٬ په قانون كښې بدلون لپاره يوه ذيلي كميټي جوړه كړې شوه چې مقصد ئې کارپوريټ ري هيبليټيشن ايکټ لا موثره كولو او ټول ضروري شقونه شاملول دي۔ په دې كمېټۍ كښې سينئر وکيلان علي سبطين فضل، عابد شبان، کمشنر سي اي پي سي مظفر مرزا او کنسلټنټ عثمان خان شامل دي۔ د ذيلي کميټۍ لخوا په مجوزه بدلون اډانه فائنل ډرافټ به په 13 جون وړاندې كولې شي۔ هارون اختر خان د دې توقع څرګندونه وكړه چې مجوزه بدلون به نه يوازې قانوني پېچلتياوې كم كړي بلكې د هېواد او غېر ملكي سرمايه كارو لپاره د اعتماد او سهولت ماحول هم پېدا كړي۔