
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د پاکستان کرپټو کونسل د لوړې پائې غونډه د ګل په ورځ شوې۔ په غونډه كښې وزير مملکت/ بلاك چېن و كرپټو او پاكستان كرپټو كونسل لپاره د د وزيراعظم خاص مرستيال و چيف ايګزيکټو آفيسر بلال بن ثاقب آن لائن ګډون كړې۔ د سټيټ بېنك ګورنر هم په غونډه كښې آن لائن ګډون كړې٬ د دې نه علاوه د سکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان (اېس اي سي پي) چيئرمېن، د قانون او انصاف ډويژن سيکرټري او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وزارت سيکرټري په غونډه كښې ګډون كړې۔ په غونډه كښې پاکستان كښې د ډيجيټل او ورچوئل پانګو لپاره په مجوزه ريګوليټري فريم ورك د خيالاتو څرګندونه شوې چې مقصد ېې د نړيوال معياراتو او جديد ټيکنالوجۍ رجحانات سره همكارا ده۔ ګډون كوٶنكو په هېواد كښې د ډيجيټل فنانس او کرپټو ايکو سسټم نګرانۍ او ريګوليشن لپاره د يو خپلواكه ريګوليټري اتھارټۍ جوړولو لپاره په بېلا بېلو اړخونو هم غور وكړو۔ د کونسل غړو يو محفوظ، سپېځلې او د اختراع ډاډګيرنې لپاره ريګوليټري ماحول باوري كولو لپاره ګټور تجويزونه وړاندې كړل دغسې چې بلاك چېن ذمه وارۍ سره خپل كړې شي٬ د سرمايه كارو تحفظ وكړې شي او مالي ګډون ته وده وركړې شي۔ غونډې د ټولو شراكتدارو د هلو ځلو ستائنه كولو سره د دې عزم پخلې وكړو چې حكومت د يو جديد او د سباون تقاضو سره سم مالياتي نظام جوړولو لپاره عزم لري كوم چې د جدت ملاتړ سره مالياتي استحکام او ضابطه جاتي تقاضې هم باوري كړي۔ دا پرېكړه وشوه چې سټېټ بېنك، اېس اي سي پي، د قانون ډويژن او د آئي ټي او ټيلي کام ډويژن په نمائندګانو مشتمل به يوه تکنيکي کميټي جوړولې شي دغسې چې د مجوزه قوانينو جاج واخستې شي او د يو قوي فرېم ورك او ګورننس ډھانچے تجويزونه به هم وړاندې كولې شي په كوم چې به د پاکستان کرپټو کونسل په راتلونكې غونډه كښې غور كولې شي۔