ګورنر فيصل كريم سره د اولسي پلاويو ملاقاتونه

اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی سره د ډېره اسماعيل خان سماجي شخصيت ملک عمران بډھ او د پاکستان پیپلز ګوند بنو ډویژنل صدر نیک دراز وزیر په مشرۍ كښې اولسي پلاوي په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقاتونه وكړل۔ د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په دې موقعه سوئيلي ضلعو كښې د امن په وضعه ٬ د صوبائي حكومت په كرپشن ٬ اولس ته په پېښو مسئلو او وفاق سره په اړوندو منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاويو ډېره اسماعيل خان او سوئيلي ضلعو لپاره پرمختيائي منصوبو سره اړوندې د ګورنر هڅې وستائلې۔