بیجنګ۔2 جون(اے پی پی) په چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي وئيلي دي چې د هانګ كانګ په تجارتي ثالثۍ كښې اوږد تاريخ او په نړيواله كچه د دې تړون دا د نړيوالې ثالثۍ يو مثالي مركز جوړوي۔ ده د شخړو په سولييز حل كښې د هانګ كانګ د كردار ستائنه وكړه۔ سفیر هاشمی په هانګ كانګ كښې د ثالثۍ نړيوال تنظيم پیل يوه انقلابي منصوبه وګرځوله۔ د هانګ کانګ خصوصی انتظامی سيمه كښې د دې تنظيم د جوړېدو كنونشن لاس ليك شوې په كوم كښې چې 33 هېوادونو د باني غړو په توګه ګډون وكړو۔ د پاكستان لخوا نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار لوظنامه لاس ليك كولو سره ووئيل دا ګڼ اړخيزه نظام مضبوطولو پلو يو مهم ګام دے۔’’چائنا ډېلی‘‘ سره خصوصي مركه كښې سفير هاشمي ووئيل هانګ کانګ د ثالثۍ نړيوال مركز جوړېدو صلاحيت لري۔ ده ووئيل د دې تنظيم بنياد د چين په نظريه همغږۍ دے چې مقصد يۍ انسانان د يوې كورنۍ په څير يو بل ته نزدې كول دي۔ ده ووئيل د تنظيم تر ټولو لويے انفراديت دا دے چې دا د رياستونو ترمينځه ثالثۍ لپاره يو ځانګړې پلېټ فارم برابروي كوم چې دې څخه وړاندې د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 33 لاندې په جزوي توګه موجود ؤ۔ ده ووئيل څنګه څنګه چې سي پېك په دويمه عشره كښې داخلېږي زياتره پام به رابطه كارۍ ته ګرځولې شي۔ دې سره سره په ګرين ټېكنالوجي ٬ ډيجيټل جدت او كركيلا كښې په پراختيا هم كار روان ساتلے شي۔ سفير خليل هاشمي ووئيل چې د پاكستان د ځوانانو آبادي د انګرېزۍ مهارت او د آئي ټي پوهه لري۔ بلخوا تېره مياشت په يوه اولسي دستوره كښې د پاكستان د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي وو چې د اربونو ډالرو ماليت پاك چين منصوبې د پاكستان د توان او بنيادي اډانې څانګې عصري جوړې كړې دي۔ سفير ووئيل چين او پاكستان د سي پېك افغانستان ته په غزولو اتفاق كړے دے۔ ده ووئيل تر ټولو وړاندې به دا اقدام 40 ملين څخه زيات افغان اولس ته نوې اقتصادي هيلې او موقعې وركړي۔