
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د پاکستان ايئرپورټس اتھارټي د اسلام آباد انټرنيشنل ايئرپورټ څخه د ايئر سيال د وړومبني نړيوال پرواز پي اېف-784 دبئۍ لپاره د روانېدو په لړ كښې ټول انتظامات په كاميابۍ سره بشپړ كړې دي٬ پرواز سهار په 11:34 بجے 137 مسافرو سره روان شوے كوم چې په پاكستان كښې نجي فضائي څانګې لپاره يو اهم سنګ ميل دے ٬ د دې موقع مناسبت سره په ايئرپورټ چيک ان زون-1 (بزنس کلاس ايريا) كښې په رسمي توګه د پرانستې دستوره هم شوې چې پكښې د دفاع وزير خواجه آصف خاص مېلمه ٶ۔ په دې موقع د دفاع سيکريټري ليفټيننټ جنرل اېم علي هلال امتياز ملټري ، ډائريکټر جنرل پاکستان ايويشن اتھارټي نادر شفيع ډار، چيف آپريټنګ آفيسر ايئرپورټ منيجر آفتاب ګېلاني او د ايئر سيال چيف اېګزېکټو افسر هم موجود ٶ۔(