د بنديزونو پحقله د امريكې په دريځ كښې تر اوسه هيڅ بدلون نه دے راغلے۔ ايران

تهران 02 جون (اے پي پي) ايران وئيلي دي چې د بندېزونو پحقله د امريكې په دريځ كښې تر اوسه هېڅ بدلون نه دې راغلے۔ د برتانيه خبري اژانس رائټرز له مخث دا خبره د ايران د خارجه وزارت وياند د ګل په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وكړه۔ ده ووئيل چې مونږ له به دا مشاهده كول وي چې آيا د بندېزونو په اړه د امريكا په موقف كښې بدلون راغلے دے۔ ده ووئيل زه افسوس لرم چې د امريكا تراوسه د دې معاملې ښكاره كولو لپاره چمتو نه ده۔ ده زياته كړه چې مونږ ته واضح كول پكار دي چې د ايران د اولس په ضد جابرانه بندېزونه به څنګه لرې كولې شي دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې د ماضي تجربې بيا تكرار نه كړې شي۔