سعودي عرب، د هيټ سټروك (ضربة الشمس) 44 كيسونه رپورټ شوي

رياض 02 جون (اے پي پي) د سعودي عربستان د روغتيا وزارت وئيلي دي چې د حج سيزن په پېل كښې تر اوسه د هېټ سټروك 44 كېسونه رېكارډ شوې دي۔ د اېس پي اے له مخې د روغتيا وزارت وئيلي دي چې د هيټ سټروك سره د مخ حج كوونكو د طبي پروټوكولز له مخې درملنه شوې ده۔ وزارت ووئيل چې د حاجيانو د طبي خدماتو له مخې 16 اوپن هارټ سرجريز او 145 كارډېك 145 كامياب اپرېشن هم شوې دي او حاجيانو ته د وركړې شوې طبي خدماتو شمېره د 91 زره نه زياته شوې ده٬ كوم چې د سعودي لخوا د صحت د كوټلي نظام له مخې وړاندې كولې شي چې مقصد ېې د حج كوٶنكو سلامتيا او د دوي آرام باوري كول دي دغسې چې ھغوي د حج مناسك اطمينان سره ترسره كړې شي