سيد يوسف رضا ګېلاني د تركمانستان خارجه وزير رشيد ميريدوف سره وليدل

اشك آباد 02 جون (اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د تركمانستان خارجه وزير رشيد ميريدوف سره ملاقات كړې چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ سېكرټرېت له مخې د سېنېټ چيئرمېن په تود هركلي كولو د تركمانستان حكومت مننه وكړه۔ ده د پاكستان لخوا د تركمانستان د مستقلې بې پرې پالېسۍ بشپړه ملاتړ پخلې وكړو۔ ده سياسي او تجارتي اړيكو ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړولو سره د دوه اړخيزه تجارت زياتولو په ضرورت زور راوړو۔ په ملاقات كښې په تاپي٬ټي اے پي او فائبر آپټك پروژو هم غور وكړے شو۔ د سينيټ چيئرمېن د سيمه ايز تړون (ريجنل کنېکټویټی) په اهميت زور راوړو او تركمانستان ته يۍ د ګوادر او كراچۍ بندر ځايونو كارولو او سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ د تركمانستان خارجه وزير سټرېټجك مقصدونه ترلاسه كولو لپاره د عملي اقداماتو پورته كولو تجويز وركړو چې پكښې تركمانستان كښې تعميراتي پروژو لپاره پاكستان څخه د ماربل درآمد او د اعلٰی كچې دورې زياتول شامل دي دغسې چې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كړې شي۔ په ملاقات كښې سېنېټر جان اېم بليدي٬حاجي هدايت او وقار مهدري هم موجود و۔