
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د مالي كال پرمختيائي بجټ زر اربه روپۍ دے ٬ د جي ډي پي شرح نمو هدف 4.2 فيصده٬ د زرعي څانګې 4.5 فيصده٬ د صنعتي څانګې 4.3 فيصده او د خدماتو څانګې لپاره شرح نمو 4 فيصده مقرر كړې شوې ده خو د محدود وسائلو په سبب يوازې ډېرې اهمې او د قامي مفاد وړ منصوبې شامل كړې شوې دي۔ د ګل په ورځ د كلن پلان کوآرډينېشن کمېټۍ غونډه وشوه٬ په غونډه كښې وفاقي وزير خالد مقبول، وفاقي سېکرټريز، د سټېټ بنك، د صوبائي حکومتونو نمائندګانو، د اهم قامي او صوبائي ادارو مشرانو او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع چيف اکانومسټ ډاکټر امتياز غونډې ته د كلن پرمختيائي منصوبې ٬ د معاشي پرمختګ روډ مېپ او په قامي ترجيحاتو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع احسن اقبال ووئيل چې پاكستان ته د پېښو معاشي ستونزو له امله پرمختيائي بجټ مسلسل كمي سره مخ دے كوم چې قامي پرمختګ او د اولسي خېرښګړې هدفونو ترلاسه كولو كښې جدي خنډ دے٬ مونږ له به د زياتېدونكې آبادۍ په تناظر كښې پرمختيائي فنډز زياتول وي۔ ده ووئيل د مالي كال پرمختيائي بجټ زر اربه روپۍ دے ٬ د جي ډي پي شرح نمو هدف 4.2 فيصده٬ د زرعي څانګې 4.5 فيصده٬ د صنعتي څانګې 4.3 فيصده او د خدماتو څانګې لپاره شرح نمو 4 فيصده مقرر كړې شوې ده خو د محدود وسائلو په سبب يوازې ډېرې اهمې او د قامي مفاد وړ منصوبې شامل كړې شوې دي