په سمبړيال كښې د مسلم ليګ (ن) كاميابي په هر محاذ په نواز شريف، شهباز شريف او مريم نواز د اولس د باور څرګندونه ده: انجينئر امير مقام

صوابۍ 02 جون (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د هند د جنګي جنون په ډول د پي ټي آئي فسادي جنون ته هم ماتې شوې ده٬ په سمبړيال كښې د مسلم ليګ (ن) كاميابي په هر محاذ په نواز شريف، شهباز شريف او مريم نواز د اولس د باور څرګندونه ده ۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام دا خبره په صوابۍ كښې ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل چې د پي ټي آئي وركرز د خپلو مشرانو حقيقي مخونه د وړاندې نه ليدلي دي٬ وړومبې كال ېې هم ناكام شوې٬ اوس هم نه څه خطر شته او نه به دوي څه وكړې شي٬ سېوا د رسوائۍ نه۔ ده ووئيل په سمبړيال كښې د مسلم ليګ (ن) كاميابي په هر محاذ په نواز شريف، شهباز شريف او مريم نواز د اولس د باور څرګندونه ده ۔ وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مړانه ، په وخت او درست پرېكړې كړے دي