میانمار ، د مسافرو بس اپوټه كيدو پيښه ٬ 6 كسان مړه ٬ 11 ژوبل

ینګون۔2 جون(اے پی پی) د ميانمار په منډالے سيمه كښې د مسافرو بس اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 11 نور ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د منډالے ریجن فائر سروسز ډیپارټمنټ اهلكار وئيلي چې دا پېښه د ګل په ورځ د ځايې وخت له مخې سهار 3 نيمې بجې په منډالے د مېکتیلا ټاؤن شپ په هائي هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو بس د باران له امله بې قابو كېدو سره اپوټه شو۔ د پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 11 نور ژوبل شول۔ په بس كښې ټول 19 كسانو سفر كولو۔ ژوبل شوي كسان ځايې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔