سعودي عربستان او قطر به د سوریې د سركاري ملازمانو مالي مرسته كوي۔د سعودي خارجه وزير

ریاض 01 جون (اے پي پي) د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فیصل بن فرحان وئیلي چې سعودي عربستان به له قطر سره یوځای په سوریه کښې د سركاري ملازمانو مالي مرسته كوي ۔ د الاخباریه له مخې د سعودي خارجه وزير په دمشق کښې د سوریې خپل همڅنګ اسد الشیباني سره شريك خبري کنفرنس ته وينا كښې ووئيل سعودي عربستان او قطر به د سوریې سركاري ملازمانو مالي مرسته كوي ۔دې څخه وړاندې دواړو هیوادونو په مالياتي څانګو کښې دوه اړخیزه اړیکو قوي كولو په چارو خبرې اترې کړې وې۔شهزاده فیصل بن فرحان په سوریې د اقتصادي بندیزونو ختمولو کښې د خپل كردار حواله وركړه ۔ ده ووئيل چې سعودي عربستان به د سوریې د تعمير نو او معاشي بحالۍ په لاره كښې یو مهم ملاتړ کوونکې وي ۔ ده ووئيل چې د سعودي عربستان يو اقتصادي پلاوی هم په دې دوره کښې شامل دی چې په مختلفو څانګو كښې به د مرستي په چارو خبرې اترې كوي۔ د سعودي خارجه وزير ووئيل چې په سوریې د بندیزونو ختمولو سره به د پرمختګ او تعمير نو نوې لارې پرانستلې شي ۔ده د دې خبري باور وركړو چې سعودي عربستان د سوریې د پرمختګ او تعمير نو او د دمشق اصلي حیثیت د بحالۍ خوښي لري ۔شهزاده فیصل بن فرحان د سوریې د آزادۍ او خپلواکۍ د تحفظ په اهمیت زور راوړلو سره ووئيل چې د سوریې اولس سره به شراكتداري نوره هم مستحكموو۔