
اسلام آباد – 30 مئی (اے پي پي) د پاکستان پبلک پروکیورمنټ رېګولېټری اتھارټی لخوا د جمعې په ورځ يوه مهمه مشاورتي غونډه وشوه چې مقصد يۍ د پبلک پروکیورمنټ رولز 2025 په مسوده ګټورې رايې او سفارشات ترلاسه كول وو۔ په غونډه كښې بېلو څانګو سره تعلق لرونكو سپلائرز، وېنډرز او د تجارتي تنظيمونو استازو بشپړ ګډون وكړو۔ د غونډې مشري د پېپرا اېم ډي حسنات احمد قرېشی كوله۔ په دې موقعه د پاکستان کونسل آف آرکیټیکچر اېنډ ټاؤن پلانرز، کنسټرکشن اېسوسی ایشن آف پاکستان، اسلام آباد چیمبر آف کامرس اېنډ انډسټری، اسلام آباد وېمن چیمبر، اسلام آباد انډسټریل ایسوسی اېشن او آل پاکستان سیکیورټی ایجنسیز ایسوسی اېشن استازي او د پېپرا سینئر چارواكي هم موجود وو۔
اېم ډي پېپرا حسنات احمد قرېشی د نوې قاعدو او ضابطو تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل په نوې قوانينو كښې په حکومتی ادارو كښې د پروکیورمنټ سېلز جوړول ، تھرډ پارټی ایویلیواېشن، د شکایتونو د ازالې نظام، د پروکیورمنټ تګلاره كښې جدت ، مربوط معاهداتی نظم، او د نېشنل بلېک لسټنګ سسټم په څير اصلاحات شامل دي دغسې چې شفافیت، احتساب او كاركردګي باوري كړې شي۔
ده ووئيل ای۔پاک اېکوزیشن اېنډ ډسپوزل سسټم یعنی ای پېډز په بشپړ ډول په وفاقی ادارو او د پنجاب، سندھ، او خېبرپښتونخوا په حکومتی ادارو كښې نافذ شوے دے كوم چې 10 زره څخه د زيات سركاري ادارو او 30 زره څخه د زياتو رجسټرډ سپلائرز ضرورتونه ترسره كوي۔ دا نظام منصوبه بندۍ څخه تر ادائيګۍ ټولې پروکیورمنټ چارې خودكار جوړوي چې ورسره په بشري لاس وهنه كښې زيات كمې رامخې ته شوې دې۔
حسنات قرېشی ووئيل كه په كوم نظام كښې ايمانداري نه وي نو د هغې هېڅ حېثيت نشته۔ ده ګډون كوؤنكو ته ووئيل چې چې د ای پېډز بشپړ سیکیورټی آډټ څخه وروستو دا محفوظ او د قاعدو او ضابط له مخې ګرځولے شوے دے۔ ده زياته كړه چې پېیرا د اولسي څانګې د پوهانو ٬ سپلائرز او وینډرز تربيې لپاره بشپړ پروګرام پېل كړے دے دغسې چې په سركاري خریدارو كښې د تېروتنې احتمال كښې كمې او صلاحيتونو كښې زياتوالې ممكن شي۔ ده ګډون كوؤنكو ته دې موقعې څخه د بشپړه استفاده كولې ترغيب وركړو۔
د غونډې په مهال ګډون كوؤنكو د بولۍ د جائزې اصولو ٬ د ای پروکیورمنټ نظام، د دې په نافذ كولو د پېښو چېلنجونو او نورو مهمو چارو په اړه وړاندېزونه وركړل۔ ده په دې خبره زور راوړو چې نوې قاعدو اولسي ادارو سره سره دې د نجي څانګې د ګټو تحفظ هم وكړے شي۔
اېم ډی پېپرا ګډون كوؤنكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې خپل وړاندېزونه په تحريري صورت كښې جمع كړي دغسې چې دا د پبلک پروکیورمنټ رولز 2025 حتمی مسوده كښې شامل كړې شي۔