د كشمير كومه سودا ممكنه نه ده٬هېڅ كله كشمير نه شو هيرولې٬اوبه د پاكستان ريډ لائن دے٬ د 24 كروړ پاكستانيانو بنيادي حق به زيانمن كيدو له ورنكړؤ: د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير

اسلام آباد۔29مئی (اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئېلي دي چې د كشمير كومه سودا ممكن نه ده٬ هېڅ كله كشمير نه شو هېرولې٬ اوبه د پاكستان رېډ لائن دے٬ د 24 كروړ پاكستانيانو بنيادي حق به اغېزمن كېدو له ورنكړؤ ۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز٬پرنسپلز او سينئر استاذانو سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل چې استاذان د پاكستان تر ټولو لويه سرمايه ده٬ زه چې نن څه هم يم د خپل والدين او استاذانو د بركته يم۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير ووئيل چې د پاكستان راتلونكو نسلونو كردار سازي د استاذانو ذمه واري ده٬استاذانو له به د پاكستان كيسۍ خپل نوې كل ته اورول وي۔ده ووئيل چې معركه حق كښې لوے څښتن د پاكستان هر ډول مرسته كړې٬معركه حق د دې خبرې ثبوت دے چې كله ټول قوم يو مضبوط ديوال جوړ شي نو د نړۍ كوم هم طاقت هغې ته ماتې وركولې نه شي۔ د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل ووئيل چې د كشمير سودا ممكن نه ده٬هېڅ كله كشمير نه شو هيرولې٬اوبه د پاكستان رېډ لائن دے٬هند دې ځان پوهه كړي چې پاكستان كشميري وګړي چرته هم پرېښودلې نه شي۔ده ووئيل چې اوبه د پاكستان ريډ لائن دے٬ د 24 كروړ پاكستانيانو بنيادي حق به زيانمن كېدو له ورنكړؤ٬پاكستان به د هند اجاره داري چرته هم قبوله نه كړي۔ د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل ووئيل چې هند د څو لسيزو څخه د كشمير مسئله د پښو لاندې كولو هڅه كړې خو هغوي ناكامه شويدي٬اوس دا ممكن نه ده٬ترهه ګري د هند دننه مسئله ده د كوم چې بنيادي سبب اقليتونه په خاص توګه په مسلمانانو زيات شوې ظلم او تعصب دے۔ ده ووئيل چې په بلوچستان كښې ترهه ګر فتنة الهندوستان دي بلوچيانو سره هېڅ تعلق نه لري۔ ده ووئيل مونږ له به پاكستان يو داسې قوي رياست جوړول وي چې پكښې ټولې ادارې د قانون له مخې٬ د آئين له مخې٬بغېر د كوم فشار٬مالي او ذاتي ګټې د اولس خېرښېګړی لپاره كار وكړي۔ ده ووئيل چې څوك د رياست كمزورې كولو بيانيه جوړولو هڅه وكړي د هغې نفي وكړۍ۔ ګډون كونكو د پوښتنو او ځوابونو په غونډه كښې ووئيل د دې محفوظې خاورې په شا وردي ده۔ (یہ جو محفوظ دھرتی ہے ، اس کے پیچھے وردی ہے)مونږ په پاكستان او خپلو وسله والو ځواكونو وياړ لرو او مونږ دوي سره اوږه په اوږه ولاړ يؤ۔