
اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د سېنېت چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني وئيلي چې د تكبير ورځ د قوم د عزم ، استقامت او د وطن د دفاع ناقابل تسخيز جذبے څرګندونه ده، دا تاریخي مزل د اټومي پروګرام باني شهید ذوالفقار علي بھټو پېل كړې ؤ۔د سېنېټ سكرټریټ ميډيا ډایریكټورېټ لخوا د مئي په 28مه نيټه د تكبير ورځ په مناسبت سره جاري شوې پيغام كښې ده ووئيل دا هغه ورځ ده كله چې پاكستان د نړۍ په وړاندې د خپلواكۍ او سلامتيا تحفظ لپاره یوه پرېكړه وكړه، او پاكستان په اتومي طاقت كښې بدل شو چې د اسلامي امت وړومبې اتومي هېواد جوړ شو۔ د سېنېټ چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني ووئيل چې د كال 1998 د مئي 28مه نيټه د پاكستان د دفاعي تاریخ یوه زرینه ورځ ده چې مونږ ته د ټولو هغو سترو مشرانو یادونه كوي چا چې پاكستان اتومي طاقت جوړ ګړې ۔سید یوسف رضا ګیلاني ووئيل چې دا تاریخي سفر د اټومي پروګرام باني شهید ذوالفقار علي بهټو پېل كړې ؤ ۔ د ذوالفقار علي بهټو هغه وژن او پوهې پاكستان ته هغه سمت وركړو چې ثمره یې مونږ ته په 1998 كښې ترلاسه شوه ۔ د سېنېت چئيرمېن شهیدې بېنظیر بهټو ته هم پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې بېنظیر بهټو نه یوازې د خپل پلار وژن برقرار وساتلو بلكه د وزیراعظمې په توګه یې د قومي اټومي پروګرام بشپړه سرپرستي هم كړې ده۔ ده ووئيل چې د تكبير ورځ مونږ ته یادوي چې كله یو قوم متحد وي، نو د هر چيلنج مقابله كولې شي ۔ د سېنېت چئيرمېن ووئيل چې د پاكستان اتومي پروګرام یوه دفاعي صلاحيت دې ۔ د سېنېت چئيرمېن ووئيل چې مونږ د امن داعیان یو، خو د هر ډول جارحيت بشپړ ځواب طاقت لرو۔ د سېنېت چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني ووئيل چې د تكبير په ورځ مونږ ټولو شهیدانو، سائنسمدارو او د پاكستان وسله والو ځواكونو ته سلام وړاندې كوو۔