غزه ۔ 26 مئ (اے پي پي) په غزه كښې بې كوره شوو كسانو له په پناه وركونكې سكول د اسرائيل په بريد كښې د لږ نه لږ 20 كسان شهيدان او يو شمېر ژوبل شول۔ رائترز د ګل په ورځ د طبې عملې تر مخه ووئېل د غزه ښار په الدراج سيمه يو سكول باندې د اسرائيل په بريد كښې د لږ نه لږ 20 كسان شهيدان او ګن شمېر ژوبل شول چې پكښې مېرمنې او كوچنيان هم شامل وو۔ د سوشل مېډيا عكسونو تر مخه ځېنې مړي ډېر خراب شوي خو رائټرز د دغې عكسونو سمدستي تصديق نه دے كړے ۔ د غزه صحت محكمې تر مخه تر اوسه د 53 زره نه زيات كسان شهيدان شوي چې پكښې زياتره شمېره د عامو وګړو ده۔