د خېبرپښتونخوا پخواني سپيكر مشتاق غني د شهيد هيډ كانسټيبل وسيم شهزاد لاس نيوه وكړه

پیښور 26 مئی (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخواني سپيكر مشتاق احمد خان غني د ګل په ورځ د شهيد هيډ كانسټيبل وسيم شهزاد په كور غم جنې كورنۍ سره غمرازي او لاس نيوه وكړه۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني د پوليس مقابلې په مهال د غلو د ډزو په نتيجه كښې د شهيد شوي هيډ كانسټيبل وسيم شهزاد كورنۍ سره غمرازي وكړه۔مشتاق احمد غني د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وكړه او د هغه كورنۍ سره يې د يو والي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د پوليس قربانۍ د هيرولو نه دي او شهيدان زمونږ فخر دے۔۔۔(