
پينډۍ 25 مئي (اے پي پي) امنیتي ځواکونو په خېبر پښتونخوا کښې په دریو جلا جلا عملیاتو کښې د هند حمايت يافته 9 خوارج وژلي دي ۔ د اتوار په ورځ د پاك پوځ د اوسي اړیکو څانګې (ائې اېس پي ار) له خوا په جاري شوې بيان كښې وئيلي چې د هند حمايت يافته د خوارجو د موجودګۍ معلوماتو په بېس امنیتي ځواکونو د ډېره اسماعیل خان په ولسوالۍ کښې یو استخباراتي عملیات وكړل ۔امنیتي ځواکونو د خوارجو پټن ځايونه په ښه ډول په نښه کړې، د سختې ډزو د تبادلې نه پس د هند حمايت يافته خوارج وژلې شوي۔په ټانك ولسوالۍ کښې هم عملیات شوي، چې د ډزو په تبادله کښې امنیتي ځواکونو دوه نور د هند حمايت يافته خوارج وژلي۔ دریمه نښته د خیبر ولسوالۍ په باغ سیمه کښې وشوه، چرته چې امنیتي ځواکونو درې نور د هند حمايت يافته خوارج وژلي۔ د وژل شویو د هند حمايت يافته خوارجو څخه وسلې هم ترلاسه شوي، چې په دې سیمو کښې په ډېرو ترهه ګرو كاروائيو كښې ككړ وو ۔ د ائې اېس پي ار له مخې په سیمه کښې د کوم بل خارجي ختمولو لپاره عملیات روان دي۔ د پاکستان امنیتي ځواکونه په هېواد کښې د هند حمايت يافته ترهه ګرو ختمولو له لوظي دي۔