وزیر اعظم شهباز شریف د 9 خوارجو په وژلو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

استانبول 25 مئي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د ډېره اسماعیل خان، ټانك او خېبر كښې د 9 خوارجو په وژلو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د انسانیت د دښمنانو ناوړه عزائم به ختمولې شي ۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیر اعظم ووئيل چې پاك پوځ د پېشه وره پوهي په سوب په هېواد کښې د ترهه ګرو او ترهګرۍ بشپړه ختمولو عمليات تندۍ سره روان دي، د انسانیت د دښمنانو ناوړه عزائم به ختمولې شي ۔ ده ووئيل چې د وګړو ژوند او مال ته زیان رسوونکي، د هند په سرپرستۍ كښې کار کوونکي دا ترهه ګر به خپل انجام ته رسولې شي، حکومت او امنیتي ځواکونه په هېواد کښې د ترهه ګرۍ د بشپړ ختمولو لپاره لوظي دي۔